سوله د امريکا تريخ مجبوريت که پېرزوينه؟
نظرمحمد مطمئن نظرمحمد مطمئن

 

د وسلوال مقاومت سره د امريکا د سولي او روغي خبرو غوښتنه د امريکاد پوځ او سياسي چارواکو مجبوريت دی، نه داچې هغوی د زړه له تله او دافغانانو د خوشالي او هوسايې له پاره داکار کوي.

امریکا غواړي چې خپله نظامي ماتي پټه کړي او داسي وښئې چي همدوی وو، چې په جګړه کې د دوو شکيلو افغان لورو (وسلوال مقاومت – افغان دولت) ترمنځ يې منځګړيتوب وکی.

 

د فلسطين د سولي د خبرو نږدي ۶۵ کلونه کيږي، چې د اسرائيلو او غرب له خوا څخه د سولي درواغجنه نغاره ډنګول کيږي، او د سولي د پاک نوم څخه د فلسطينانو په مقابل کي د وسلي کار اخلي.

په نړۍ کې چي کله هم يرغلګر قوتونه د ناکامې نښې نښاني ووينې نو بيا د سولي تر نامه لاندي څو نور کلونه هم خپل ناروا تجاوز او يرغل ته دوام ورکوي

موږ وايو چي سوله د هر انسان له پاره اړينه ده، په ځانګړي ډول د ديرش کلن جګړه ځپلې افغانستان او په دي هيواد کې د مظلومو افغانانو له پاره.

په تيرو ولسمشريزو ټاکنو  (۲۰۰۹ميلادي کال) کې د ښاغلي کرزي او اشرف غني تر منځ د ټاکنو د کمپاين پر مهال چي پروګرام په ژوندۍ بڼه د ټلويزون دلاري خپریدی، اشرف غني ښاغلي کرزي ته وويل چي تاسي په حقيقت کې سوله نه غواړئ؟ په هيواد کې ارامي او امنيت نه غواړئ؟

تاسي مهرباني وکړئ اوربند اعلان کړئ، د وسلوال مقاومت سره د جګړې پرځای خبرو ته ترجېح ورکړئ، او هغوی مه نيسئ، مه يې وژنئ او مه يې له خپلو کورونو څخه بې کوره کوئ

دا ډول د يوطرفه اوربند سره سره نور د يو کال له پاره هيڅ کوم بهرني عسکر ته افغانستان ته د راتګ اجازه مه ورکوئ، زه به وګورم چي په هيواد کې سوله راځي او که نه؟

په ۲۰۱۰ کال کې امريکايانو او ددوی ملاتړو په ځینو ځانګړو او خاصو غونډو کې ويلې وو چي ۲۰۱۱ کال به د امریکا او متحدينو ديرغلګرو قواوو له پاره ټاکوونکی کال وي.

د پتريوس پلان داوو چي په اضافي امريکايې پوځيانو به وتوانيږي چې تر ۲۰۱۱ کال پوري هلمند او کندهار ارام کړي، په ۲۰۱۲ کال کې تر ۲۰۱۳ به خيتځ افغانستان ارام کړي او په ۲۰۱۴ کال کي به امنيت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

امريکا په خپل ټول توان سره هڅه وکړه چي جګړه وګټي، په افغانستان کې د يولک پوځيانو د شتون سربیره يې پريکړه وکړه  (۲۰۰۹) چې ۳۰۰۰۰ نور امريکايې پوځيان به افغانستان ته دجګړي د يو طرفه کولو او ګټلو له پاره ليږي.

د امریکا د رسمي شميرو له مخې امریکا  په افغانستان کې ۱۳۰۰۰۰ پوځيان درلودل، داچي امریکا په نړئ کې په دي مشهوره ده چي په دغسي مواردو کې ډير زيات درواغجن راپورونه ورکوي، نو ممکن ده چي د امریکا د پوځيانو شمير به تر ۱۳۰۰۰۰ هم زيات وو.

د ځينو څيړونکو او شنونکو په آند په ۲۰۱۱ کال کې ټول ټال په افغانستان کې د امريکا او متحدینو (ناټو – آيساف) يرغلګر پوځ يې نږدې ۴۵۰۰۰۰ ته رسيدی، دا ځکه چي د امريکا هر پوځي سره يو بل قراردادی عسکر دهغه د خدمت له پاره حتمي وو ، د امريکا، آيساف او ناټو د پوځيانو د اډو د ساتني له پاره بيا نوري بهرنۍ امنيتي کمپنۍ دي چي د پنتاګون، ناټو او آيساف سره قراردادونه لري.

په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان جګړې زور واخيست، امریکا کور په کور او کلي په کلي په وسلوال مقاومت پسي وګرځيدل، په ډیرو ليرو پرتو کليو او سيمو کې امریکايې پوځيانو اډې جوړي کړي او په هغو سيمو کې د ډير وخت له پاره پاتي شول.

 پنتاګون او د امريکا سياستوالو په خپل ټول توان سره هڅه وکړه چي د وسلوال مقاومت مورال په جنګې او سياسي ډګر کې کمزوری کړی.

په جنګې ډګر کي امریکايانو سخت بمباردونو، نيونې او د مظلومو افغانانو وژنې تر سره کړي.

 په سياسي ډګر کې يې د غرب څخه د تغذيه شوو رسنيو له لاري دومره زيات تبليغات وکړل چي وسلوال مقاومت مخ په ورکيدو دي، او هغوی د جګړې توان نه لري، تښتيدلې دي، مشران يې پټ شوي دي او په ډير  نږدي راتلونکې کې به افغانستان د وسلوال مقاومت له جګړه کوونکو څخه پاک شي.

 رښتيا هم چي وسلوال مقاومت په ۲۰۱۱ کال کې ډير زيات ځاني او مالي زیان ولید، د وسلوال مقاومت ډير مهم او مشهور قومندانان په ۲۰۱۱ کال کې د امریکايې پوځيانو له خوا له منځه يووړل شول.

په نوره نړۍ کې داسي ده چې کله هم د کومي ډلي پوځي مشر وژل کيږي، بيا ستونزمن وي چي بل وړ مشر ورته پيداشي، او د پوځيانو له پاره د وړ کس پيداکول وخت نيسي.

دا ډول کله چي د کوم منظم پوځ قومندان وژل کيږي، د هغه ترلاس لاندي ټول پوځيان متأثره کيږي، مورال يې کمزوری کيږي، او دنړۍ منظم پوځونه هم نه غواړي چې دهغوی قومندانان دي له منځه يووړل شي، بلکه هڅه کوي چي خپل پوځي قومندانان وساتي، که د جګړي په ډګر کې وژل کيږي، ښه ګڼي چی د قومندانانو پرځای يې پوځيان له منځه ولاړ شي.

د مسلمانانو تاريخ د غرب او کفارو پر عکس تير شوي او لاهم روان دی، د مسلمانو پوځيانو قومندان ښه ګڼي ددي پرځای چي دهغه مجاهد شهيد کيږي،  هڅه کوي چي د خپل مجاهد د شهادت مخنيوی وکړي.

مسلمان قومندان د جنګ په ډګر کې د خپلو مجاهدينو څخه وړاندی د جنګ کرښي ته ځي.

د محمد صلی الله عليه وسلم ملګري چي به کله کومې غزا ته تلل دهغوی قومندانان به تر ټولو مخکې وو، او تر ټولو مخکې جګړه به قومندانانو پېل کوله.

داحد په غزا کې د مسلمانانو هغه زرړور مجاهدين چې بيرغ به يې پورته کاوو يو پر بل پسي شهيدان شول.

دا ډول د روسانو سره د جهاد پرمهال موږ د ډيرو داسي پيښو شاهدان يو چي په جګړه کې يواځي قومندان شهيد شوی  خو دهغه مجاهدين روغ رمټ پاتي شوي.

ښه والي دادی چي د مجاهدينو کوم قومندان او يا مشر شهيد کيږي، نو دهغه ځای ډیر ژر عادي مجاهدين ډکولای شی، داسي نه ده لکه د غرب او کفارو پوځونه چي د مشر او قومندان د ځای ناستي پيداکولو کې ستونزه لري

وسلوال مقاومت هم دا ځانګړتيا درلودله چې کله به هم ددوی د ډلکېو ډلګۍ مشر او قومندان له منځه  تلی په اتومات ډول دهغه ځای ډکيدی، او پاتي کسانو پرته له دي چي له پورته مشرانو سره مشوره وکړي په خپل منځ کې پر بل تن د مشر او قومندان ږغ کاوو او په ګډه يې آمين باندي وايه.

همدغه وجه وه چي امریکايان  ونه توانيدل چي د وسلوال مقاومت ملا د هغوی د مشرانو په هدف کولو او له منځه وړلو سره ورماته کړي

امريکايې پوځيانو هم په ۲۰۱۱ کې دومره تلفات وليدل چې پنتاګون او دامريکا متحدين يې حق حيران کړل، داچي رسمي شميري يې لاهم د نړيوالو رسنيو په واک کې نه دی، خو د امريکايې پوځيانو مرګ ژوبله د دوی د رسمي اعلان څو برابره ده، کيدای شي د وخت په تيريدو به په افغانستان کې د امریکايې پوځيانو حقيقي شمير هم ښکاره شي.

امریکايان يواځي د خپلو امريکايې اصلي پوځيانو مرګ ژوبله شميري، هغه قراردادي عسکر چې پنتاګون د خپلو عسکرو د دفاع په خاطر ګمارلي دي په ډيرو مواردو کې د هغوی مرګ ژوبله رسنيو ته نه وايې.

داسي ګنګوسي هم دی چي کله د امريکا قراردادی پوځيان په افغانستان کې وژل کيږي، د امریکايې پوځيانو له خوا يې مړي امریکا ته نه وړل کيږي، ددي له پاره چي د امریکا د پوځ پر مورال بد تاثير کوي، ددغو بې موره او پلاره قراردادي عسکرو مړي سمندر ته غورځول کيږي (  نه پوهيږم چي تر کومه ځايه به داخبره رښتيا وي).

دامریکا د پوځ غرور په ۲۰۱۱ کال کې مات شو، ونه توانيدل چې په خپل ټول قوت او د خپلو موډرنو او پرمختللو پوځي وسايلو په لرلو سره وسلوال مقاومت کمزوری کړي.

امريکايې چارواکې اړ شول چي د وسلوال مقاومت سره مجبورا د روغي او سولي خبرو ته د جنګ پر ځای ترجېح ورکړي

د وسلوال مقاومت سره د امريکا د سولي او روغي خبرو غوښتنه د امريکاد پوځ او سياسي چارواکو مجبوريت دی، نه داچې هغوی د زړه له تله او دافغانانو د خوشالي او هوسايې له پاره داکار کوي.

کله چې امريکايې چارواکې پوه شول چي په افغانستان کې جګړه نه شي ګټلای، د افغانستان جګړه دامريکا  په تاريخ کې اوږده او داقتصادي پلوه درنه جګړه ده، هغوی خپلو لاسپوڅو ته وويل چي وسلوال مقاومت بايد د چل، فريب او نيرنګ دلاري کمزوری کړو.

 امريکا او دهغوی لاسپوڅي حکومت بيا ځل د سولي درواغجنه دعوه په ډیر زور او قوت سره د نړيوالو او په کور دننه افغانانو تر غوږونو ورسوله.

 د جنګ او جګړې پړه يې پر وسلوال مقاومت اچوله، وسلوال مقاومت يې پړ باله چي په هيواد کې سوله او ارامي نه غواړي، د سولي پرځای په جنګ اصرار کوي

په لويه کې امریکا او  افغان دولت هڅه کوله چي د سولي پاک نوم د وسلوال مقاومت په مقابل کې وسله جوړه کړي او د وسلي پر ځای يې وکاروي

وسلوال مقاومت د دښمن دغه چل او فريب ته متوجه وو، چې امريکا او افغان دولت غواړي، د امريکا ولس، افغان ولس  او نړيوالو ته وسلوال مقاومت د سولي مخالف معرفي کړي.

همهغه وو چي وسلوال مقاومت په قطر کې د مذاکراتو له پاره د دفتر پرانستل ومنل، امريکا د دوېيم بن  (ډسمبر ۲۰۱۱) څخه مخکې ژمنه وکړه چي د دوېيم بن له ختميدو سره سم به د طالبانو له پاره په رسمي ډول سره په قطر کي دفتر پرانستل کيږي
امريکا خپلو شومو اهدافو ته د رسیدلو له امله په خپله ژمنه ونه دريده، او چې کله طالب لوړ پوړې چارواکي قطر ته ورسيدل، امریکا غوښتنه وکړه چي طالبان بايد د سولي عالي شورا سره مخامخ خبري وکړي، هغه شورا چي د جنګ يو اړخ دی، او ډيری غړي يې د طالبانو سره پخواني او د امریکا تر يوغ لاندي جنکېدلي کسان دي.

امریکايانو په ځينو ځانګړو ناستو کې ويلي دي چي دوی په دي ډول غوښتل چي کله طالبان قطر ته ولاړشي، د هغوی د دفتر اعلان ؤشي، نو بيا که موږ (امريکايان)خبري ورسره ونه کړو، دوی به مجبوره شي چي د افغان دولت او سولي عالي شورا سره خبري وکړي
د امریکا دوېيم اميد داوو چې د قطر هيواد ته دطالبانو پر تګ به د طالبانو په منځ کې اختلاف پيداشي او نظامي طالبان به د سولي د مذاکراتو مخالفت وکړي، په دي ډول به وسلوال مقاومت کمزوری شي ، او بالاخبره به د مختلفو لارو څخه په ګټه اخستلو  موږ  (امريکايان) طالبان مجبور کړو چې په اوسني حکومت کې ګډ شي.

د طالبانو يوه ځانګړتيا چې د جهاد پرمهال اسلامي جهادي ګوندونو نه درلودله هغه داده چي طالبان په يوه خوله د خپل مشر اوامر په ځان منل واجب بولي، دمشر له اوامرو سرغړونه نه کوي.

امريکايان او افغان دولت ونه توانيدل چې په طالبانو کې درز پیداکړي، په ښو او بدو يې وويشي.

برعکس طالبان وتوانيدل چي د قطر دفتر د لاري له مختلفو هيوادونو سره اړيکې ټينګې کړي، او خپل دريځ او موقف ورته روښانه  کړي، چي په دي برخه کې يې تر ټولو مهمه سياسي لاسته راوړنه د جاپان کيوټو ښار کي د دوشيشا پوهنتون کنفرانس او دا ډول په پاریس کې د مخلتفو ډلو سره يوځای په کنفرانس کي ګډون وو.

دا ډول تر ټولو وروستني سفر د طالبانو د استازو د ايران په رسمي غوښتنه تهران ته وو.

ويل کيږي چې طالبانو په پټه له ډيرو نورو هيوادونو سره هم په قطر کي د اوسيدو پرمهال ښې اړيکي جوړې کړي او په دي برخه کې ليدنې کتني شوی دي

په ۲۰۱۲ کال کې جګړه هومره سخته نه وه لکه چي په ۲۰۱۱ کال کي وه، پنتاګون خپل ۳۰۰۰۰ اضافي يرغلګر پوځونه بيرته ستانه کړل، په کليو او سيمو کې اډي بيرته د امریکايې پوځيانو له شتون څخه خالي شوي.

وسلوال مقاومت په ۲۰۱۲ کال کې په جنګې ډګر کې د پام وړ لاسته راوړني درلودلي، ډيري سيمې يې له افغان دولت څخه ونيولي او تر خپل کنټرول لاندي يې راوستلي.

په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کال کې طالبانو پر امريکايې اډو خطرناک او دپام وړ عمليات وکړل، چې بېلګې يې د هلمند ولايت د شوراو په امريکايې اډه بريد وو، چيرته چي د بريتانيا شهزاد هري هم د افغانانو د وژلو په نيت راغلي وو او هلته په اډه کي دننه د طالبانو د عملياتو پر مهال موجود وو.

دامريکا  نږدي ۳۰ د سي آی اې کارکوونکي چې په چورلکه کې د عملياتو له پاره روان وو، د ميدان وردګ، سيدآباد ولسوالي د تنګې په سيمه کې چورلکه د طالبانو له خوا وويشتل شوه او پکې سپاره ټول د اوو افغانانو په ګډون مړه شول.

د ميدان وردګ ولايت کې د سيدآباد ولسوالي کي د امریکا پر آډه د وسلوال مقاومت بريد چي په مکمل ډول دغه آډه تخريب او پکې امریکايې پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله واوښتله.

په خوست ولايت کې پر امريکايې اډه بريد چې دامريکايې پوځيانو اډه په بشپړ ډول تخريب او پکې ميشت امريکايې پوځيانوته درنه مرګ ژوبله واوښتله.

په کابل کې د امريکا پر سفارت بريد، امريکا سفارت تر بريد لاندی نيول

په بېلابېلو وختونو کې د بګرام پر امریکايې آډه راکټي او توغنديز بريدونه.

دا ډول ډيري بېلګې شته چي په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کال کې امریکايې پوځونه ته درانه تلفات واوښتل.

تر ټولو مهم داچې د افغان اردو سرتيرو پر امريکايې عسکرو د خپلو ټوپکو شپيلۍ راواړولي او په يادو کلونو کې ډیر يرغلګر يوځيان د افغان اردو د عسکرو له خوا ووژل شول، چې لاهم د زرغون پر شنه حملې پای نه دی موندلی.

امريکا د خپل امريکايې ولس او سنا د فشار له امله يوځل بيا مجبوره شول چي د سولي خبرو ته غاړه کيږدي، تيره مياشت د امریکا د سنا مجلس د افغانستان څخه د امريکايې يوځيانو د وتلو له پاره  اکثريت رايه ورکړه چي اوباما او پنتاګون بايد امریکايې پوځيان له افغانستان څخه راوباسي.

امريکا که غواړي او که نه؟ مجبوره دي چې د خپل ولس او سنا غوښتنو ته غاړه کيږدي او خپل يرغلګر پوځونه له افغانستان څخه وباسي.

که چيرته امریکا تيروتنه کوي او په افغانستان کې جنګ ته ادامه ورکوي او دلته د خپلو پوځيانو له پاره دايمې اډي غواړي، داهغه تيروتنه ده چي سیاسي او پوځي کارپوهان يې د افغانستان په اړه داسي وايې چي افغانستان د يرغلګرو پوځونو او هيوادونو له پاره ښه دام دی.

د روان کال د جون مياشتي پر ۱۸مه دامریکا په غوښتنه د قطرهيواد په منځګړتوب بياځل  د طالبانو له پاره په قطر کې سياسي دفتر په رسمي ډول سره پرانستل شو.

په لومړۍ ورځ د دفتر د پرانستلو هرکلي امریکايې او برتانوي چارواکو او افغان دولت وکی، لږ وروسته تر ټولو لومړی د قطر دفتر د پرانستلو مخالفت افغان دولت، پارلمان، مشرانو جرکې او ځينو استخباراتي کړيو وکی.

امريکا هم د قطر دفتر د پرانستلو له پاره بياځل شرايط وړاندي کړل، داسي شرايط چې اصلا د سولي مذاکراتو پوري تړاو نه لري
امريکا بيا د خير په غونډۍ کيناستله او ويې ويل چې طالبان بايد چې د سولي عالي شورا او افغان دولت سره خبري وکړي، ستونزه ددوی تر منځ ده بايد چي افغانان په خپله خپلمنځي ستونزه حل کړي.

امریکا غواړي چې خپله نظامي ماتي پټه کړي او داسي وښئې چي همدوی وو، چې په جګړه کې د دوو شکيلو افغان لورو (وسلوال مقاومت – افغان دولت) ترمنځ يې منځګړيتوب وکی.

طالبان استدلال کوي چې امريکا پر افغانستان يرغل کړی، اوسني حکومت  د امریکا په مټ پر افغان ولس تپل شوي، د ستونزي اصلی جرړه امریکا او د امريکا يرغلګر پوځ دی.

له دي امله ده چي لومړی بايد له امريکا سره مخامخ مذاکرات ؤشي، او بيا وروسته د مذاکراتو د پرمختګ او کاميابيدو په صورت کې بين الافغاني تفاهم ته لاره هواره شي.

ولي امریکا داځل هم په خپل ټول توان سره وغوښتل چې د قطر دفتر د پرانستلو، په قطر دفتر کې د اسلامی امارت په نوم د بيرغ او لوحي پورته کولو او کښته کولو مسئلي څخه سياسي ګټه پورته کړي.

امريکا غوښتل چي په قطر کې د طالبانو سره د بيرغ او لوحي پر سر د جنجال کولو په نتيجه کې طالبان وويشي او په طالبانو کې درز راپيدا کړي.

مخکې مو وويل چې طالبان تر نورو اسلامي ګوندونو جلا او بېله ځانګړتيا لري چې د خپل مشر اوامر واجب ګڼي،د مشر له اوامرو سرغړونه ګناه بولي، له همدي امله امریکا او افغان دولت بيا ځل هم ونه توانيدل چې د بيرغ او لوحي پر سر راپورته شوي شخړي څخه ګټه پورته کړي او طالبان د سولي په نوم زيندۍ کړي

اوس چې دقطر دفتر تړلی ښکاري او هلته د طالبانو له خوا کوم فعاليت نه تر سترګو کيږي، امریکا هم وخت ته ګوري چې طالبان کيدای شي په خپل دريځ کې نرموالي ښکاره کړي، داسي معلوميږي چې د سولي د مذاکراتو پر ځای به نظامي ډګر کې هر لوری بيا زيات فشار وارد کړي

ښاغلي کرزي هم په ځانګړو او خصوصي مجلسونو کې ويلي دي چې په هيڅ ډول به اجازه ورنه کړي چې دقطر دفتر پرانستل شي او طالبان به پکې ازادانه فعاليت ولري.

ښاغلي کرزي داسي ښودلي چې امريکايانو ته به ډول ډول بهاني او ستونزي پيداکړي ترڅو د قطر دفتر د پرانستلو سره موافقه ونه کړي.

داسي معلوميږي چې افغان دولت مذاکرات او سوله نه غواړي، بل خوا امريکا هڅه کوي چې خپله ماتي پټه کړي او د درېيمګړي رول ولوبوي
دا هغه څه دي چې نه به افغان دولت خپل دغه شوم هدف ته ورسيږي او نه به امریکا وتوانيږي چې خپله  ماتي پټه کړي.

اوس چې نه افغان دولت او نه امریکا د زړه له تله غواړي چې په افغانستان کې سوله او ارامی راشي، نو طالب ته پرته له جګړي بله لاره نه پاتي کيږي
جګړه به روانه وي، افغانان به پکې وژل کيږي، ټکول کيږي، بنديان کيږي، او له ستونزو سره به مخ کيږي.

داچې په تيرو دولس کلونو کې تر ۴۰ د زیاتو هيوادونو پوځيان او تر ۵۰ زیاتو هيوادونو مالي او لوژستيکې مرستو ونه شوای کولای چې وسلوال مقاومت مات او له منځه يوسي.

دابه خيال او خوب وي چې دامريکا او متحدينو د يرغلګرو پوځونو تر وتلو وروسته (۲۰۱۴) به افغان دولت د وسلوال مقاومت مقابله وکړي.

امريکا ته په  کار ده چي نور په رنګا رنګ او بېلابېلو بهانو او پلمو افغان ولس ونه ځپي او  د خپلو شومو اهدافو په افغانستان کې د دايمي اډو درلودلو له پاره زموږ ځوانان، پېغلي، ماشومان او نجوني په شهادت ونه رسوي.

ښه داده چې په دولت کې چارواکي د خپل واک د بقا په خاطر نور افغانان ونه وژني له ستونزو او دربدريو سره يې مخ نه کړي، له حکومت څخه مستعفي شي، واک او قدرت د يو موقت جريان په درشل کي ناپېيلو، خپلواکو او ازادو په هيواد او ولس مينو افغانانو ته پريږدي، چي موقت حکومت جوړ، موقت حکومت يرغلګر پوځيان له هيواده وشړي او داسي حکومت له پاره لاره هواره کړي چي ټولو افغان لورو ته دمنلو وړ وي.






July 8th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات